 | | | رابعه بلخي د دري ژبې لومړنۍ شاعره وه . |
رابعه او رفيع دماڼۍ په انګړکې له لالو ماما سره مخ او تر روغبړ وروسته ټول په ګډه دماڼۍ دالېزونوته ور دننه شول. دماڼۍ په دالېزونوکې رفيع رابعه خپله دتره لور لالو ته ور وپېژندله. لالو درابعې دنوم په اورېدو ددرې ژبې د شاعرې رابعې بلخي يادونه وکړه او پدې اړه يې يوه دريڅه پرانيستله. دريڅه: په دريڅه کې دماڼۍ خبريال، وويل، چې رابعه بلخي د دري ژبې لومړنۍ شاعره وه چې د څلورمې پيړۍ په لومړۍ نيمايي کې يې په بلخ کې ژوند کاوه . درابعې پلار کعب قُزداري نومېده، چې دسامانيانوپه زمانه کې يو پوه او فاضل شخص تېر شوی دی.  | | | رابعه بلخي دهغې دورور لخوا،چې حارث نومېده دکورني تعصب قرباني شوه. |
رابعې دخپل پلار په ځانګړې پاملرنه ته د وخت ټول علوم تر يوه بريده زده کړي وو، خوپه پای کې دهغې د ورور لخوا، چې حارث نومېده دکورني تعصب قرباني شوه. دخبريال دخبروپه پای ته رسېدو دريڅه هم وتړل شوه.لالوماما خپل مېلمانه ديوې بلې دريڅې لېدو ته ور وبلل. |