 | | | آرمسټرانګ،لومړنی امريکايي فضانورد،په (١٩٦٩) کال کې دسپوږمۍ پرمخ کښته شو. |
کريم او خاطرې لالو له ليرې وليد چې دماڼۍ په انګړ کې يې ديوې ونې لاندې کتاب لوست. دوی هم نېږدې ورغلل او تر روغبړ وروسته يې دهغه دمطالعې په اړه وپوښتل. لالو وويل چې د لومړني سپوږمۍ ته تللي کس په اړه يې يو مطلب لوست. مېلمنو ترې پدې اړه مالومات وغوښتل. لالوماماورته لاندې دريڅه پرانيستله. دريڅه: په دريڅه کې دماڼۍ خبريال ځوانکيانوته ويل، چې نيل آرمسټرانګ لومړنی انسان و چې سپوږمۍ ته يې سفر وکړ. آرمسټرانګ په (١٩٣٠) کال دامريکاپه متحده ايالاتوکې نړۍ ته سترګې وغړولې چې په (١٩٦٩) کال کې دسپوږمۍ پرمخ کښته شو. نوموړی چې کله سپوږمۍته ورسېدويې ويل، چې دسپوږمۍ پرمخ کښته کېدل د انسان لپاره يوکوچنی قدم خو دبشريت لپاره يو سترګام بللی شو.  | | | دسپوږمۍ پرمخ کښته کېدل انسان ته يوکوچنی قدم خو دبشريت لپاره يو ستر ګام بللی شو. |
نيل آرمسټرانګ (١٩٧١) کال کې د فضانوردۍ په علوموکې دپوهاندۍ درجه ترلاسه کړه اود"سپوږمۍ پرمخ لومړنی انسان" په نوم يې يوکتاب هم ليکلی دی. دخبريال دخبرو په پای ته رسېدو دريڅه هم وتړل شوه اولالوماما خپل ميلمانه درياستي نظام په اړه ديوې بلې دريڅې ليدو ته ور وبلل. |