 | | | اُسکار دسينما دهنر په ډګر کې ترټولوستره جايزه چې ډېروښو سينمايي لوبغاړو ته ورکول کيږي. |
مکۍ او بريالی دلالوماما سره يوځای دماڼۍ دالېزونوته ننوتل. مکۍډېره خوشاله مالومېدله چې بريالي دهغې دخوښۍ لامل په ښوونځي کې دهغې دجاېزې وړل و ګڼل. لالوماما هغې دمبارکۍ دويلوترڅنګ داُسکار دجايزې يادونه هم وکړه. ماشومانوپدې هکله مالومات وغوښتل چې لالوورته دريڅه پرانيستله. دريڅه: په دريڅه کې دماڼۍ خبريال اُسکار دسينما دهنر په ډګر کې ترټولوستره جايزه وګڼله. دا جايزه د(١٩٢٧) کال راپدېخوا ډېروښو سينمايي لوبغاړواو کارکوونکوته ورکول کيږي. اُسکار يوه کوچنۍ مجسمه ده چې (٢٥) سانتي متره اوږدوالۍ او (١٨٠٠) ګرامه وزن لري ،چې منځ يې له برنزو ډک او د سرو زرو په اوبو رنګ شوي ده.  | | | اُسکار يوه کوچنۍ مجسمه ده چې (٢٥) سانتي متره اوږدوالۍ او (١٨٠٠) ګرامه وزن لري. |
د اُسکار د جايزې ګټونکي نشي کولی چې دا جايزه په بازار کې وپلوري. دا جايزه دسينما دوتلوکارګردانانواو لوبغاړو لخوا ټاکل کيږي. دخبريال دخبروپه پای ته رسېدو دريڅه هم وتړل شوه . لالوماما خپل ميلمانه ديوې بلې دريڅې ليدو ته ور وبلل. |