 | | | دهرات جامع جومات (١٤٠٠) کاله پخوانی اودنړۍ پنځم لوی جومات دی. |
فرشتې او فرهاددماڼۍ په انګړکې پداسې حال کې له لالوماماسره روغبړ وکړچې شيرينۍ په خوړلوبوخت اودماشومانودپوښتنې په ځواب کې يې هغه هراتۍ شيريني وبلله. فرشتې دهرات دنوم په اورېدو دهرات دجامع جومات په اړه وپوښتل.لالو ماما ورته پدې اړه يوه دريڅه پرانيستله. په دريڅه کې دماڼۍ خبريال وويل چې دهرات جامع جومات (١٤٠٠) کاله پخوانی اودنړۍ پنځم لوی جومات دی. پدې جومات کې په يوه وخت (١٠٠) زره کسان لمونځ کولای شي. دجومات نقشه د سلطان غياث الدين غوري په وخت کې جوړه شوز وه. دهغه ترمرګ وروسته زوی يې هماغه تقشه تطبيق اوپخپل دورکې يې دجومات د جوړېدو کار بشپړ کړ.  |  په هرات جومات کې په يوه وخت (١٠٠) زره کسان لمونځ کولای شي.  |
د هرات جامع جومات څو ځله وران او بيا جوړ شوی دی او همدا راز د تاريخ په اوږدوکې يوه لويه ديني مدرسته هم وه چې سترو ديني عالمانولکه خواجه عبدالله انصاراو خواجه محمد تاکي پکې درس ورکاوه. دخبريال دخبروپه پای ته رسېدو دريڅه وتړل شوه. لالوماما خپل مېلمانه ديوې بلې دريڅې لېدوته ووبلل. |