 | | | دنړۍ ترټولولوړه ودانۍ په دوبۍ کې دهغه ځای دولسمشر،خليفه بن زيدپه نامه ده. |
فخريې او الهام دماڼۍ په ليدو دهغې دلوړتيا ستاينه وکړه او ګمان يې وکړ چې تردې به بله لوړه ودانۍ نه وي، چې پدې مهال لالوماماهم راورسېد. ماشومانو تر روغبړ وروسته خبره له لالوماما سره شريکه کړه. هغه دنړۍ ترټولو لوړه د دوبۍ برج وباله اولاندې دريڅه يې پرانيستله. دريڅه: په دريڅه کې دماڼۍ خبريال ويل چې دنړۍ ترټولولوړه ودانۍ په دوبۍ دهغه ځای د ولسمشر،خليفه بن زيدپه نامه ده. دا ودانۍ (٨٢٨) متره لوړوالی او (١٦٠) پوړه او(١١٠٠) اپارتمانونه او(٥٧) لفتونه لري چې په (٢) دقيقوکې وروستي پوړته رسيږي.  |  ددوبۍ برج دوتلي ايټالوي مهندس جورجيوارماني طرح ده.  |
نوموړې ودانۍ له (٩٥) کيلو متره څخه د ليدو وړ ده،(١٢٠٠٠) خلک پکې په کار بوخت دي اوپه (٦) کالوکې بشپړه شوې ده. ددې ودانۍ طراح وتلي ايټالوي مهندس، جورجيو ارماني دی او په لومړي پوړکې يې ښکلي جوړشوي هوټل دې برج ته لاښکلا وربرخه کې کړېده. |