BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:36 گرينويچ 2010 ,28 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: د زيتون ګټې

 د زيتون ګټې
زېتون ديخ وهلي پوستکي سوی او درد کموي او د سردپخې په ورک کولو کې مرسته کوي.
کبرا او کامران د ماڼۍ په انګړ کې پداسې حال کې د لالو ماما سره مخامخ شول چې دهغه په لاس کې د زېتونود تېلو يو بوتل و.

ماشومانودزېتونو په اړه له لالونه مالومات وغوښتل. هغه دماڼۍ دالېزونوله ننوتلوسره سم پدې هکله يوه دريڅه پرانيستله.

دريڅه:

په دريڅه کې دماڼۍ خبريال دزېتونو دګټو په اړه مالومات ورکول. هغه وويل چې زېتون دوينې لوړفشار ټيټوي.

زېتون دزړه ناروغيوته ګټور او د ويټامين ای ډېره غوره منبع ده. دزېتون ددانو خوړل يا په تېلويې دبدن غوړل دهډوکودکلکوالي لامل کيږي.

زېتون ديخ وهلي پوستکي سوی او درد کموي او د سردپخې په ورک کولو کې مرسته کوي او وېښتان قوي کوي.

زېتون په بدن کې ژر جذبيږي، له دې امله دکلسيم له ضايع کېدو مخنيوی کوي اوهغه څوک چې زېتون خوري، دمفصلونوپه التهاب نه اخته کيږي.

دزيتون ګټې
دزېتون ددانو خوړل يا په تېلويې دبدن غوړل دهډوکودکلکوالي لامل کيږي.

همداراز زېتون د بدن د حجرو له خرابيدو هم مخنيوی کوي ا و له تېلونه يې دراز، راز ملهمو په جوړولو کې ګټه اخيستل کيږي.

دخبريال دخبروپه پای ته رسېدو دريڅه هم وتړل شوه. لالوماما خپل مېلمانه ديوې بلې دريڅې لېدو ته ور وبلل.

بروسلييوه ماڼۍ او زر دريڅې
بروسلي
ددوبۍ برجيوه ماڼۍ او زر دريڅې
دنړۍ ترټولو لوړه ودانۍ
دهرات جامع جوماتيوه ماڼۍ او زر دريڅې
دهرات جامع جومات
دنړۍ ستره الوتکهيوه ماڼۍ او زر دريڅې
دنړۍ ستره الوتکه
پارلماني نظاميوه ماڼۍ او زر دريڅې
پارلماني نظام
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>