 | | | په پارلماني نظام کې د ولسمشر د حاکميت موده له (٥-٧ ) کالوپورې وي. . |
هارون او هما لالو له لرې وليده چې د ماڼۍ تر مخ ناست او ورځپاڼه يې لوستله. دوی له لالو ماما سره ترروغبړ وروسته د ورځپاڼې دمطلب په اړه وپوښتل. لالو ماماوويل چې د پارلماني نظام په اړه يې مطلب لوست. همادپارلماني نظام دڅرنګو الي په اړه وپوښتل. لالوورته پدې اړه يوه دريڅه پرانيستله. دريڅه: په دريڅه کې دماڼۍ خبريال وويل چې پارلماني نظام د جمهوري نظام يوه څانګه ده چې په نننۍ بڼه د لومړي ځل لپاره په انګلستان کې رامنځته شو. په پارلماني نظام کې خلک لومړی پارلمان ته استازي ټاکي چې وروسته هر ګوندياډله چې په پارلمان کې اکثريت ولري،ولسمشراوصدراعظم ټاکي. پدې نظام کې زيات واک له پارلمان سره وي خو په رياستي نظام کې ولسمشر بيا ډېر واک لري اودمقننه،اجراييه اوقضاييه قواوو په راس کې وي.  | | | پارلماني نظام په نننۍ بڼه د لومړي ځل لپاره په انګلستان کې رامنځته شو. |
په پارلماني نظام کې د ولسمشر د حاکميت موده په ځينو هېوادونو کې(٥) کاله او په ځينې نورو کې (٧) کاله وي . دخبريال دخبروپه ختمېدو دريڅه وتړل شوه او لالوماماخپل ميلمانه دمخدره توکو دزيانونوپه اړه ديوې بلې دريڅې ليدو ته وروبلل. |