 | | | انځرد كلسيم غوره سرچينه ده، چې د هډوكوله ورستېدو مخنيوى كوي. |
شازيه او جمال د ماڼۍ په انګړکې له لالوماما سره پداسې حال کې مخ شول، چې لالوماما انځر خوړل او تر روغبړ وروسته يې هغه ډېرګټور خواړه وګڼل. ځوانکيانو پدې اړه له لالوماماڅخه دلازياتو مالوماتو غوښتنه وکړه اوهغه ورته لاندې دريڅه پرانيستله. دريڅه: په دريڅه كې دماڼۍ خبريال انځر يوه خوندوره او د راز، ګټو درلودونکې مېوه وګڼله، چې دځيګر، نري رنځ او سرطان ناروغانوته يې خوړل ډېراړين دي. انځر وينه صافوي او ډېروي، دسينې درد اوټوخی ښه کوي، دوينې لوړفشار ټيټوي، له لوږی مخنيوي کوي اود بدن دوزن په کمولوکې ځانګړی رول لوبوي. دامېوه د شيدو په کچه د كلسيم غوره سرچينه ده، چې د هډوكوله ورستيدو مخنيوى كوي، تنده كموي اود هاضمې سيستم دښه فعاليت لپاره ګټور دي.  | | | د انځر خوړل دځيګر، نري رنځ او سرطان ناروغانوته ډېر ګټوراړين دي. |
همدارنګه دا مېوه د بدن دردونه کموي اود خولې بد بوى له منځه وړي. دخبريال دخبروپه پای ته رسېدو دريڅه هم وتړل شوه. لالوماما خپل مېلمانه دکينې په اړه ديوې بلې دريڅې لېدوته وبلل. |