BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:44 گرينويچ 2011 ,01 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: مېرمن نېکبخته

يوه ماڼۍ او زردريڅې
ارشادالفقرا دمېرمن نېکبختې اثردی، چې ټول په وعظ او نصيحت راڅرخې.
دماڼۍ دانګړ په دېوال يوه ښکلي شعر دنجيب او کاملې پاملرنه ځانته ور واړوله، خونه پوهېدل، چې شاعربه يې څوک وي. پدې مهال لالو ماما راغی او تر روغبړ وروسته ټول په ګډه دماڼۍ دالېزونوته ننوتل.

مېلمنوله لالوماما نه پر دېوال دليکل شوي شعر دشاعر وپوښتل. لالو ماما هغه شعر دمېرمن نېکبختې وباله او پدې اړه يې يوه دريڅه پرانيستله.

دريڅه:

په دريڅه کې دماڼۍ خبريال له څوتنو ځوانانونه دمېرمن نېک بختې په اړه وپوښتل. سميع وحدت دکابل پوهنتون دژبو اوادبياتودپوهځي محصل وويل:

"مېرمن نېک بخته دشيخ الله داد مموزي لور وه، چې دپښتو ژبې تکړه شاعره تېره شوېده.

مېرمن نېک بخته په (٩٦٠ ) کلونوکې د پېښور په هشنغر کې اوسېدله. ديني علوم يې لوستي اوخپل زيات عمر يې په عبادت تېر کړی دی.

مېرمن نېک بختې په (٩٦٩) لمريزکال د ارشادالفقرا ترسرليک لاندې يوکتاب هم ليکلی، چې ټول په وعظ او نصيحت راڅرخېده.

مېرمن نېک بخته په (٩٥١) کې دشيخ قدم په نکاح شوه، چې زوی يې، ميا قاسم افغان دپښتنودعرفاني او علمي شخصيتونوله ډلې څخه ګڼل کېږي.

لالوماما او مېلمانه يې
مېرمن نېک بخته په (٩٦٠ ) کلونوکې د پېښور په هشنغر کې اوسېدله.

د مېرمن نېک بختې دکلام يوه نمونه داسې ده:

" په زړه ښاد شې ای مؤمنه- پـــه ظاهر په باطن سپينه، ظاهر زهد په اخلاص کړه- په زړه ټينگ شه له يقينه، شکر صبر په هر حال کړه- خودنما مه شه خود بــينه."

د وحدت دخبرو په پای ته رسېدو دريڅه هم وتړل شوه. لالو ماما خپلو مېلمنوته يوه بله دريڅه پرانيستله.

کابل ژوبڼيوه ماڼۍ او زر دريڅې
کابل ژوبڼ
پاسرهيوه ماڼۍ او زر دريڅې
ځوانان اوسپما
استادقاسميوه ماڼۍ او زر دريڅې
استاد قاسم افغان
زعفرانيوه ماڼۍ او زر دريڅې
د زعفران ګټې
 رابعه بلخييوه ماڼۍ او زر دريڅې
رابعه بلخي
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>