 | | | کابل ژوبڼ (٤٣) ډوله ژوی او الوتونکي لري، چې شمېريې(٢٥٠) ته رسيږي. |
زحل او فيصل دلالوماما مېلمانه وو، خو لالو ناوخته راغی او ويل يې، چې دپاچا لمسيان يې ژوبڼ ته بېولي وو. زحل ته دژوبڼ نوم نوی ښکاره شواو پدې اړه يې مالومات وغوښتل. دماڼۍ دالېزو ته تر ننوتلو وروسته لالو ماما خپلو مېلمنوته دژوبڼ په اړه لاندې دريڅه پرانيستله. دريڅه: په دريڅه کې دماڼې خبريال ژوبڼ دډول، ډول وحشي حيواناتو ساتنځی وګاڼه چې په ځينو هېوادونوکې ترې دحيواناتو دڅېړنيزمرکزپه توګه کار اخلي. د کابل په ښار کې هم يو ژوبڼ شته، چې د کابل ژوبڼ په نوم ياديږي. کابل ژوبڼ په (١٣٤٦) کال دمحمدظاهرشاه دواکمنۍ پرمهال جوړ شو. کابل ژوبڼ ددهمزنګ په سيمه کې دشېردروازې او اسمايي غرونوترڅنګ موقعيت او (٦٥) جريبه مساحت لري. پخوا په کابل ژوبڼ کې (٩٠) ډوله الوتونکي او حيوانات موجود وو، چې شمېر يې (٧٠٠) ته رسيده. نن سبا پدې ژوبڼ کې(٤٣) ډوله ژوی او الوتونکي شتون لري، چې شمېريې(٢٥٠) ته رسيږي.  | | | کابل ژوبڼ ددهمزنګ په سيمه کې دشېردروازې او اسمايي غرونوترڅنګ موقعيت لري. |
په کابل ژوبڼ کې داسې يوپسه دخلکوزياته پاملرنه ځانته ور اړوي، چې څلورښکرونه لري. دخبريال په خبرو دريڅه وتړل شوه او لالوماما خپل مېلمانه ديوې بلې دريڅې لېدلو ته وروبلل. |