 | | | دپيبلس څښتن دپيشۍ دوزن دکنټرول په موخه هغې ته په ورځ کې څلور ځلې خواړه ورکوي. |
وروسته تر هغې، چې لالوماما دانارو دګټې په اړه دريڅه وتړله،دماڼۍ په داليز کې ديوې پيشۍ انځور دمينا پام ځانته ور واړاوه. لالوهغه پبليس وبلله. ځوانکيانو ددې پيشۍ په اړه له لالومامانه مالومات وغوښتل. هغه پدې هکله ورته لاندې دريڅه پرانيستله. په دريڅه کې دماڼۍ خبريال پيبلس دنړۍ ترټولو کوچنۍ پيشۍ وګڼله، چې دنړۍ دعجايبوپه کتاب، ګينس کې يې نوم ثبت شوی دی. پيبلس دڅارويودډاکتر دونا ساسمن کره ژوند کوي. پبليس دومره کوچنۍ ده چې په يوه (٢٠٠) ملي ګرامه پياله کې ځاييږي. وترنران پدې عقيده دي، چې پيبلس به تر ډېره مهاله دنړۍ دکوچنۍ پيشۍ رکارډ ټينګ وساتي، ځکه چې داپيشۍ تردې نه غټيږي.  | | | پبليس دنړۍ ترټولو وړه پيشۍ ده، چې دنړۍ دعجايبوپه کتاب کې يې نوم ثبت شوی دی |
خبريال وويل، چې ډاکټر ساسمن پبليس ته په ورځ کې(٤) ځله خواړه ورکوي، څو وکولای شې دهغې د وزن له ډېرېدو مخنيوی وکړي. |