 | | | دزده کوونکو دبرياليتوب رازدهغوی پخپله هڅه او داستادانوپه کوښښ کې نغښی دی. |
اکبر اوپروين د ګاډيوانې سره په جادويي ګاډۍ کې دکابل آرياناافغان ترک لېسې ته د دوو ممتازو زده کوونکو لېدنې ته ولاړل. دا زده کوونکي يولداش او داريوش نوميږي چې د(ICPU) په نامه نړيوالو سياليو کې يې دسپينوزرو مډال ګټلی دی. ماشومانولومړی د لېسې د تدريسي مرستيال، عبدالفتاح صبار، څخه د يولداش، د بر ياليتوب د رازپه اړه وپوښتل. هغه د زده کوونکو خپله هڅه او د استادانو کوښښ دبرياليتوب يواځينی راز وباله. ورو سته يولداش د اکبر ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل: "دا سيالۍ د ترکمنستان په هېواد کې ترسره شوې چې ٥٢ امريکايې ، اروپايې او اسيايې هېوادونو پکې ګډون کړی و . زموږ پروژې دوهم مقام ترلاسه کړ. موږ مايکروسکوپ له کمپيو ټر او کمپيوټر له پرو جکتور سره د مايکروکم په وسيله ونښلاوه.  | | | د اريوش او يولداش د(ICPU) په نامه نړيوالو سياليو کې دسپينوزرو مډال ګټلی دی. |
پدې توګه په يوه وخت کې زياتو کسانوو کولای شول هغه څه دکمپيوترپر مخ وګوري چې په مايکرو سکوپ کې وو." د يولداش يوه همصنفي ، داريوش ، چې له ده سره يې ددې پروژې په پرمخ بېولوکې يوځای کار کړی و، دسپينو زرومډال ترلاسه کول غټ بری وګاڼه. |