BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:19 گرينويچ 2009 ,11 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
څېرې او سيمې : ټينګ هوډ

محيت الله
محيت الله قرآن شريف حفظ کړی ، مکتب ته ځي او نورو ته هم د قرآن شريف درس ورکوي.
احمد ،چې يوه پښه يې ماين وهلې،خفه ناست و چې ولې د نورو ماشومانو په څېر لوبې نشي کولای، خو قيس ملګری يې لوبوته هڅاوه.

پدې وخت کی ګاډيوانه ترور راغله او د احمددخواشينۍ لامل يې و پوښت. قيس دهغه حال ورته بيان کړ.

ګاډيوانې وويل داسې يو هلک پېژني چې حالت يې تر ده ډېر خراب دی خوبياهم په هر کار کې ترټولو ګړندی اوبريالی دی.

ماشومان په جادويي ګاډۍ کې د هلک ليدوته روان شول. دلارې په اوږدوکې ګاډيوانې دهلک نوم محيت الله وباله ،چې په ننګرهار کې اوسيږي.

ګاډۍ يوې باغچې ته نېږدې کښته شوه چې له باغچې نه د محيت الله د قرائت غږ راتللو . ماشومان نېږدې ورغلل.

هغه دماشومانو ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې په دواړو لاسونو او يوه پښه معيوب دی خو هيڅکه دکمۍ احساس نه کوي.

قرآن شريف يې حفظ کړی ، مکتب ته ځي ، نورو ته د قرآن شريف درس ورکوي ، ٤٠ شاګردان لري او واليبال، کرکټ او نورې لوبې هم کوي.

هغه وويل: "خپل کار کې هيڅ ډول ستونزه نه لرم ، د روغ کس په څېراحساس لرم، کله چې پوه شوم معيوب يم، پرېکړه مې وکړه چې بايد زده کړه وکړم."

محيت الله ، حسام الدين همدرد
محيت الله دخپلوانډيوالانو سره ډېرښه سلوک لري اودخپل ټولګي دوهم نمره هم دی.

وروسته د محيت الله يو دوست،عتيق الله وويل چې محيت الله دخپلوانډيوالانو سره ډېرښه سلوک لري اودخپل ټولګي دوهم نمره هم دی.

څېرې او سيمې : د شېرزي لوبغالی څېرې او سيمې
د شېرزي لوبغالی
تمناڅېرې او سيمې
دآسيايي فستيوال ګټونکې
دکاراتې قهرمانڅېرې او سيمې
غبرګوني اتلان
نوشينڅېرې او سيمې
شب سياه
حامدکرزیڅېرې او سيمې
پارلمان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>