داځل ګاډيوانې ترور نرګس او نوروز په جادويي ګاډۍ کې دشېرزي سټډيوم لېدو ته روان کړل چې دجلال آبادپه ښارکې دی. لږشېبه وروسته ګاډۍ د لوبغالي په مېنځ کې ښکته شوه. لومړی ماشومان په پارک کې دجلال آبادښار له يوه اوسيدونکي ،زاهدسره مخ شول. هغه وويل چې دا پارک دتفريح اوساعتتيريوپه ځايونو سربېره هوټل، د لوبو ميدانونه او د لامبلو حوض هم لري . ددې ښاريوبل اوسيدونکي،اسلم، چې دګنيواوبه يې پلورلې، وويل چې دې پارک کې د چهارشنبه په ورځو د ښځومېله وي اونورې ورځې نارينه راځي. وروسته ماشومان دلوبغالي ورزشي، آمر سيد علم شاه مختاري ، ليدو ته ورغلل. هغه وويل چې د شېرزي لوبغالی د ننګرهار والي، ګل آغا شېرزي ، لخوا جوړ شوچې ١٦٨ متره اوږدوالی او٩٨ متره عرض لري.  | | | شېرزي لوبغالی د ساعتتيريو ځايونه ، هوټل، د لوبو ميدانونه او د لامبلو حوض هم لري. |
دا لوبغالی د نړيوالو نورمونو په بنسټ جوړ شوی چې په ژمي کې د نورو ولايتونو لوبډ لې د لوبو لپاره دلته راځي . داچې دا لوبغالی يې ولې دلته جوړکړی، پخپله د ننګرهار والي ګل آغا شېرزي ما شو ما نوته وويل: "دا ځای پخوا دکثافاتو مرکز و چې راز غوماشې به ترې پيداکېدې اوبد بويي يې ټول ښا رته خپرېدله. ځکه موږ د دې پارک د جوړولو تصميم ونيوه." |