|
يوه ماڼۍ او زر دريڅې: اوبتل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
لالو د ماڼۍ په انګړکې د سيدې او مصور په تمه وى او د هغوى د ځنډ له امله اندېښمن وي. په دې وخت کې سيده او مصور رارسېږي او غواړي چې، ژر ماڼۍ ته دننه ولاړ شي. د ماڼۍ دروازه په ځانګړې غږ سره پرانيستل کيږي چې، په دې وخت کې يوه آرامه او زړه راښکونکې موسيقي هم اورېدل کيږي. لالوله له مېلمنوڅخه د هغوى د ناوخته راتلو دليل پوښتي. مصور وايي:” موږ له دوستانو سره په يوه وچ خوړ کې لوبې کولې، ځکه ناوخته شو. لالو د هغوى دغه له خطرونو څخه ډک ګڼي. مېلمانه غواړي چې، لالو ماما په دې اړه هغوی ته يوه دريڅه راخلاصه کړي چې، لالو هم د هغوی دغه خبره مني او يوه دريڅه ورته راخلاصوي. دريڅه په دريڅه کې ليدل کيږي چې، احمد او زمرى غواړي د کلي په منځ کې مېله جوړه کړې ده او جوار وريت (نينې) کوي. په دې وخت کې تېز باد را والوت او ماشومان اړشول چې، نژدې وچ خوړ ته ولاړشي او هلته خپله مېله جوړه کړي.
دوى د جوارو په نينو کولو بوخت وو چې، ناڅاپه ګړز شو او يوه چاودنه وشوه. له دې سره سم داحمد يوه سترګه ړنده اود زمري د لاس دوې ګوتې پرې شوې. څو ورځې وروسته د هغوی دوه همزولي، جليل او توريالى د احمداو زمري دوى کورته ورغلل چې، د هغوی احوال واخلي. توريالي د زمري دوی د کيسې تر اورېدو وروسته وويل:” ښايي په وچ خوړکې به کوم ماين او يا ناچاوده توکى و چې، پر تاسو وچاودېده“. زمرى او احمد ډېر پښېمانه شو او ويې ويل چې، که موږ د مورخبره منلې وای او په خوړ کې مو لوبې نه واى کړي، نو اوس به نه معيوبه کېدای. تر دې خبرې وروسته دريڅه تړل کيږي. دريڅه مېلمانه وايي چې، په وچو خوړونو کې لوبې کول رښتيا هم چې، ډېر خطرونه لري. سيده لالوماما ته وايي، چې، مصور په وچو خوړونو کې څه چې، خپله په اوبو کې لوبې کوي. لالو وايي چې، زما هم لامبو ډېره خوښيږي او غواړم چې، د اوبتل په څېر په ساعتونوساعتونو تر اوبو لاندي پاته شم. مېلمنو ته د اوبتل کلمه نوې ښکاري او له لالو څخه غواړي چې، په دې هکله يوه دريڅه ورته را پرانيزي. لالو هم دهغوی خبره مني او په دې باب يوه دريڅه ورته راخلاصوي. دريڅه په دريڅه کې مينه او سلما د هغو عکسونو په کتلو بوختې وي چې، ماما يې له يوه بهرني هېواده ورته راوړي وي.
په دغو عکسونو کې ديو نااشنا غوندي بېړۍ عکس هم ليدل کېږي.ماشومان ددغه عکس په ليدلو حيرانيږي او په دې اړه د معلوماتو ترلاسه کوله پاره حکيم بابا ته ورځي. حکيم بابا وايي:” دا د ”اوبتل“ عکس دى چې، يو ډول بېړۍ ده . اوبتل يې ځکه بولي چې، د اوبو تل ته ځي، او معمولا د پوځي هدفونو له پاره کار ځنې اخيستل کيږي. په اوبتل کې يو اوږد پايپ لګول شوی دی چې، يو سر يې له اوبو څخه دباندې راايستل کيږي او هغه څوک چې، لاندې په اوبو کې ناست دى، کولاى شي چې دابو سطح او شاوخوا وڅاري. له نورو بېړيو سره يې توپير دادى چې، بېړۍ داوبو پر سرګرځي اواوبتل د اوبو په تل کې ګرځي او له بلې خوا په نورو بېړيوکې خلک دسيل او ساتېري له پاره هم سپريږي خو، اوبتل يوازي د پوځي هدفونو له پاره کارول کېږي“. مينه او سلما حکيم باباته کورودانی وايي چې، دوی ته يې داوبتل په باره کې معلومات ورکړل. ددې سره سم دريڅه هم تړل کېږي اوخپرونه پای ته رسيږي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||