|
څېرې او سيمې: د شيخ صاحب مېله ځای | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
مينه او اسد، ګاډيوانې ته په تمه وي، ځکه هغې له دوی سره وعده کړې وي چې، يو ځای ته يې د مېلې لپاره بوزي. دوی لا په همدې خبرو کې وي چې، ګاډيوانه راپيدا کيږي. ماشومان خوښي څرګندوي او له ګاډيوانې سره ستړې مشې کوي. ماشومان له ګاډيوانې نه غواړي چې، دوی مېلې ته بوزي. ګاډ يوانه وايې چې، سمه ده، دوی به د شيخ صاحب مېله ځای ته بوزي چې، په لغمان ولا يت کې دی. ماشوما ن خوشاله کيږي او په جادويې ګاډۍکې روانيږي ماشومان د شيخ صاحب د مېله ځای په هکله پوښتنې کوي. ګاډيوانه وايې: ”دا مېله ځای د لغمان ولايت د الينګار په ولسوالۍ کې دی چې، يوه او بله جمعه جوړيږي“. ماشومان د لغمان ولايت له شنو ونو، سيند او سړک يادونه کوي. ګاډيوانه، ګاډۍ د شيخ صاحب په مېله ځای کې را کښته کوي.
ماشومان په لويې دېرې کې هغو دوکاندارانو ته اشاره کوي چې، خپل شيان يې پر ځمکه غوړولي وي. دغه ډول د شيخ صاحب ښونځی، جو مات او کلينک يادونه هم کوي او وايي: ”دا ځای چې مېله پکې جوړه ده سيند دی چې، يوه اړخ ته يې لويه دېره او بل اړخ ته يې له اوبو ډکه وياله بهيږي. په اوړي کې د دېرې تر ونو لاندې اوپه ژمي کې په رود کې مېله جوړيږي“. د ماشومانو پام کېږي چې، د هر شي د پلورلو لپاره بېل بېل ځای دی، لکه د څارويو، غلودانو، مېوو، شيدو، مستو، غوښو او داسي نورو لپاره. بيا ماشومان د لوبو ځای ته اشاره کوي. اسد او مينه له ماشومانو نه پوښتي چې، له کومه ځايه راغلي دي؟ يوهلک له (کولمان) نه راغلی وي چې په پشه يې ژبه خبرې کوي او ګاډ يوانه يې خبرې ژباړي. بل هلک د (کندې) له کلي راغلی وي اوبل هلک بياخپله د شيخ صاحب دسيمې اوسېدونکی وي. دغه ماشومان وايي چی، دوی له خپلو مشرانو سره راغلي دي، کله چې يې څه شي ته اړتيا پيداشي نو دلته راځي چې، په دې ډول هم لوبې کوي او هم سودا اخلی. دوی دې مېلې ته پوره يوه اوونۍ په تمه وي ځکه چې، د دوی لپاره بل داسي ځای نشته. ګاډيونه وايي چې، له هغه سپين ږيري سړي څخه به پوښتنه وکړو چې، دلته له کومو ځايونو څخه خلک راځي؟ سپين ږيری وايي:”دلته پر لغمان سربېره، د ننګرهار، کونړ، نورستان او کابل ولايتونو څخه هم خلک راځي. دلته ډېری خلک له شاوخوا غرونو، لکه کولمان، ”سو“ او ”سنګر“ څخه راځي او دلته څاروي، پنير او داسې نور شيان خرڅوي او د خپلې اړتيا وړ شيان هم رانيسي. دا ځای د لغمان ولايت لپاره د کار وبار له پلوه ډېر ارزښت لري“. ماشومانو ته دا پوښتنه پيداکيږي چې، دا مېله ځای او که بازار دی؟ ګاډيوانه وايي چې، دا ځای اول مېله ځاي و، کله چې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره شوه، بيا بازار شو.
دلته پخوا ډول ډول وسلې خرڅېدې او جنګونه به هم کېدل، خو اوس نه وسلې خرڅيږي او نه جنګونه کيږي. ماشومان له دوو دوکاندارانو څخه خپله د شيخ صاحب په هکله پوښتنې کوي، په دوی کې يو يې نه پوهېږي او بل وايې چې، شيخ صيب يو ديني عالم و. ګاډيوانه وايې چې، دغه سوالونه د شيخ صاحب له لمسي، مولوي محمد شفيق نه وکړئ! ماشومان يې هم مني او د شيخ صاحب له لمسي مولوي محمد شفيق سره تر روغ بړ وروسته پوښتې چې، دا مېله ځای څه وخت جوړ شوی او ولی ورته د شيخ صيب مېله ځای وايي؟ هغه وايي: ”تقريبا (١٥٠) کاله کيږي چې، دا مېله ځای جوړ شوی دی. شيخ صاحب چې، محمد حسين نومېده، د دې سيمې يو مشهور پير او ديني عالم و. خلک وايې چې، نوموړي ددې سيمې خلک د پيريانو له شر نه خلاص کړل، ځکه نو خلکو پر دې ځای باندې د شيخ صاحب نوم کېښود، وايي چې دا ميله ځای هم شيخ صاحب جوړکړی دی“. ګاډيوانه وايي چې، دې ځای ته وړې نجونې او مېرمنې هم راځي. تر دې وروسته ګاډيوانه او ماشومان بيرته ګاډۍ ته خېژي او خپرونه پای ته رسيږي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||