 | | | شمشېرخان غواړي، چې له فتح خان نه دفابريکې دشاوخواځمکې دآبادۍ په اړه مشوره واخلي. |
رحيمداد په خوښۍ بابا اسلم ته وويل، چې زوی يې، الله داد د معلم رحيم په مرسته پور واخيست او اوس د مستري توب په کارونو بوخت دی. الله داد د کلي د انکشافي شورا مرکز ته ولاړ، چې د پور لومړنی قسط ادا کړي . له بلې خواشمشېرخان د فتح خان کره ورغلی، چې د فابريکې د خواو شا ځمکو د ابادۍ په اړه ترې مشوره واخلي. سميع الله دېرې ته دشمشېرخان دراتګ وويل او له خپلې مورشکريې يې وغوښتل، چې چای ورته تيار کړي. د حميدې ، فاطمې او عاطفې ناظر ته پام شو.چې په خوړ کې څه شی لټول او بيايې ورسره نڅا کوله.  | | | رحيمداد خوښ دی، چې الله داد زوی يې دپورپه پيسودمستري ګرۍ دکان پرمخ وړي |
له بله پلوه دناظرپښه دتېږودراټولولو پرمهال ژوبله اوماه جبينې ورته په واسلينوغوړه کړه. ناظر دغفار په هتۍ خپلې دهغه تېږې په لېدوډېرغوسه شوچې ده راوړې وې خو غفار ترې د چارکي کار اخيست. |