 | | | شکريې ګلالۍ ته کيسه وکړه، چې څرنګه يې خاوندپرې ظلم اوستم کوي. |
ډاکتر د شکېبا ترکتنې وروسته دهغې دناروغۍ لامل کورنی تاوتريخوالی وګاڼه اوله شکريې نه يې وغوښتل، چې خپل خاونددمشورې لپاره کلينک ته ورواستوي. شکريې زړه نه شو کولای چې فتح خان ته د ډاکتر پيغام ورسوي . ګلخان ژمنه وکړه، چې دا کار به دی ترسره کړي. هغه له خپل پلار نه وغوښتل ،چې د کورنۍ فضا دې له تاوتريخوالي نه وساتي اود ښځوسره دې ښه رويه غوره کړي. هاخوا د غفار دوی د رومي بانجانو په بوټوکې دروميانويوه خواسپينه پاتې کېده. ګل مکۍ پدې برخه کې له عابدې نه مرسته وغوښتله. ګلمکۍ له خپل خاوند، غفار نه وغوښتل، چې د رومي بانجانو حاصل دې په کوم خريدار په عمده ډول وپلوري.  | | | ګل مکۍ دبانجان رومي ديوه مخ دسپين کېدو لامل له عابدې وپوښت. |
بله خوا ، ډاکتر ګلالۍ ته وويل چې د کورني تاوتريخوالي له کبله په يوې ځوانې نجلۍ عصبي حمله راغلې وه.. هغې ډاکتر ته وويل چې داشان کارونه هغه هڅوي چې د دې ډول حالاتو بدلولو ته يوه دحل لار ومومي. |