 | | | غوټۍ اندېښمنه ده، هسې نه چې دغفاردوی دترکارۍ دپټيوپه اجاره کې زيان ونکړي. |
سيدمحمد سرورخان ته ورغلی و ، څو ګلالۍد ښځو لپاره د مشورې ورکولو دمرکز د جوړولوله هوډ نه واړوي . سرورخان دسيدمحمد خبره له ګلالۍ سره شريکه کړه، خوهغې ډاډ ورکړ، چې په مرکزکې به داسې کار نه کوي چې سرور ته پکې ستونزه پيدا شي. له بلې خوا عابدې ګلالۍ ته خبر ورکړ چې يوه ښځه د خپل لېوره له خوا وهل شوې او د مشورې مرکز ته راغلې ده. رحيم له نسيم نه وغوښتل چې کلي ته دپور ورکوونکې موسسې دهيات له راتګ څخه الله داد خبرکړي.  | | | معلم رحيم د الله داد ضمانت وکړ او ترې ويې غوښتل چې دپورپه اداکولو کې ناغيړي ونکړي. |
الله د اد د هيات له راتګ نه خوښي څرګنده کړه. رحيم دهغه ضمانت وکړاو ترې ويې غوښتل چې د پور په ادا کولو کې ناغېړي ونه کړي. ها خوا لعلباز د غفار دترکارۍ پټي اجاره کړل، خو غوټۍ اندېښمنه وه چې غفار تاوان ونه کړي. |