دبي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه
|  |
 | | | ګل مکۍ غواړي دغفار په مرسته درومي بانجانوبوټي له ځمکې پورته کړي. |
رحيم ومنله چې د کلي د پرمختيا د شورا په تضمين ځينې بانکونه کليوالو ته پورونه ورکوي اوله رحيمدادسره يې هوډ وکړ چې د الله داد ضمانت به وکړي. رحيمداد نپوهېده چې کله به د پور ورکوونکې موسسې ستازی کلي ته راځي او دوی به څرنګه ترې خبرشي. هاخوا،ګلمکۍ د ونو وچې څانګې راوړې وې چې د غفار په ملګرتيا د رومي بانجانو بوټي له ځمکې پورته او ورباندې تکيه يې کړي. له بلې خوا ګلالۍ هوډ وکړ، د ښځو د ستونزو د حل په موخه د مشورې يومرکز جوړ کړي اوپدې برخه کې يې له عابدې نه مرسته وغوښته. ګلالۍ د ښځو په وړاندې د تاو تريخواليد ريښې دمالومولوپه موخه کليوالې دعابدې کره راټولې کړې، چې دنوي مرکزپه اړه ورسره خبرې وکړي.  | | | ګلالۍ دعابدې په کور کې دښځودستونزودحل په موخه دمشورې يو مرکز جوړوي. |
ګلالۍ ډاکتر ته د خپلو هڅو په باب وويل چې غواړي د مشورې د مرکز له لارې د ښځو له حقونو دفاع وکړي. شفيقه او عاطفه د ګلالۍ هڅو ته هيله منې وې خو پريګلې په عمل کې د دې نظر پلي کول له امکانه ليرې وباله. |