 | | | آدم خان: "تېرکال دکوکنارو په کرکې له ډېرو ستونزو سره مخ شوم، سږ کال مې غنم وکرل." |
دبابااسلم ولايت ته دسفرلپاره الله دادته دلارې دخرڅ پيسې ورکړې او الله دادپرته له ځنډنه په حرفوي کورس کې دشاملېدوپه هيله ولايت ته روان شو. کله چې سميع الله ، الله داد له سفري بيک سره وليد، ګمان يې وکړ، چې بياخارج ته روان دی، خو الله داد دحرفوي کورس دتګ ورته وويل. سميع الله حرفوي کورس ته دالله داد دتګ خبره له ګلخان سره شريکه کړه. ګلخان د الله داد کار وستايه. دناظر واده تياراودکلي ډېرې ښځې دهغه په ناوې پسې تللې وې. پريګلې او عاطفې دمېلمنولپاره دچای اوډوډۍ تياري نېوله.  | | | دکلي ډېرې ښځې دناظر واده ته تللي، خو يو شمېربيا واده ته له نه وربللو ګېله منې دي. |
کلي ته دورا له رارسېدوسره سم دناڅاپي ډزوغږونه واورېدل شول، چې ورسره دډول او سرني غږپه ټپه ودرېد. آدم خان د خپلې ځمکې پولې جوړولې ، لعلباز ګمان وکړ چې هغه به بيا هم کوکنار کرلي وي. آدم خان دغنمودکر وويل،ځکه تېرکال يې په کوکنارو کې له زيان او ستونزو سره مخ شوی و او هيله يې څرګنده کړه، چې بيا دکوکناروکرلو ته اړنشي. |