 | | | الله داد غوښتل په حرفوي کورس کې ځان شامل کړي، خو پلاريې دتګ اجازه نه ورکوله. |
ناظر آس په ګلانو ښايسته کړی او غوښتل يې چې خپله ناوې پرې راولي، خو سرورخان دهغې دراوستولپاره موټرکرايه کړی و. ګل محمدد آدم خان لپاره غنم وروړل، چی دکوکنارو پرځای يې وکري خو، سيدمحمد وېرېده، چې آدم خان به پيسې ورنکړي. له بلې خوا ګلخان په خپل ټراکټور د آدم خان ځمکه واړوله او مجيد ورسره د تخم په شيندلو کې مرسته وکړه. د الله داد په لاس کې اخبار و او ثمرګل ته يې وويل چې د حرفوي کورسونو اعلان پکې ليکل شوی دی. الله داد په حرفوي کورس کې د شاملېدو په هيله ولايت ته د سفر نيت وکړ، خو رحيمداد هغه بې اعتباره وګاڼه او د تګ اجازه يې نه ورکوله.  | | | ناظر دسرورخان آس ګلپوش اوغواړي خپله ناوې پرې راولي. |
معلم رحيم رحيمداد وهڅاوه، چې د کسب د زدکړې په خاطر دې خپل زوی، الله داد ته د سفر اجازه ورکړي، خو د الله داد سره دلارې دخرڅ پيسې نه وې. |