دبي بي سي دتعليمي خپرونو له لړۍ څخه
|  |
 | | | رابياګله:کريم ته" هغه مهال به ښاپېرۍ بېرته کور ته را شي، چې سرور ته ضمانت ورکړې." |
سرورخان له کومې ستونزې سره مخ شوی و، خوناظرته يې ډاډ ورکړ، چی دستونزې ترحل وروسته به يې د واده بندوبس وکړي. ناظر د ولسوالۍ له بازار نه دخپل واده لپاره چمبه وا خيسته. آدم خان ترې دهغه دواده شيريني وغوښتله، خو ناظر دچمبې په وهلو ځان ترې وژغوره. پريګلې کريم له ښاپېرۍسره په تاو تريخوالی ملامت کړ او ترې ويې غوښتل، چې ژر ترژره دې هغه پخلااو خپل کور ته يې بوځي. رابعه ګلې کريم ته وويل چې ښاپېرۍ به هغه مهال کور ته راځي چې کريم سرورخان ته ضمانت ورکړي، خو کريم هڅه وکړه، چې هغه په زور کورته راولي.  | | | سرور ناظرته ډاډ ورکوي، چې د ورپېښې ستونزې ترحل وروسته به دهغه دواده تابيا وکړي. |
سمندر اکبر او ګلخان ته د اوبو د ذخيرې د کار د تمامېدو وويل .ګلخان وويل، چې ډېرژر به فني کارکوونکي د نلونو د غځولو کار پيل کړي. ګلخان په شکريې زېری وکړ، چې د اوبو د نلونو په غځولو سره د څښاک د اوبو دکموالي ستونزه ليرې کيږي. شکېبا او پلوشه د کلي په بېلابېلو ځايونو کې د اوبو دنلونو غځو لوته خوښې وې. |