دبي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه
|  |
 | | | جاندادله شفيقې وغوښتل،چې دزلمي سره په مشوره خپلې لورته مناسب نوم غوره کړي. |
دکوز کلي ځوانان سخت راپاريدلي ښکاريدل او دبر کلي دخلکو پر مخ يې عمومي لاره تړلې وه. سمندر ترې وغوښتل چې له دې کارنه تېرشي، خو مجيد ونه منله. غفار په موټر کې ددکان لپاره سودا راوړې وه، خو د برکلي ځوانانو يې د سودا موټر تېرېدوته پرې نښود. مجيد په غوسه ورته وويل، چې ترڅو د برکلي خلکو دکوزکلي اوسيدونکو ته د چينې د اوبو اجازه نه وي ورکړې، لاره به د برکلي د خلکو پر مخ بنده وي . د بر کلي ځينواوسېدونکوله سرورخان نه وپوښتل،چې خپله رايه چاته ورکړي. سرورخان رايه اچول دهغوی حق وباله. نوموړي له هغوی نه وغوښتل، چې خپله رايه هغه نوماند ته ورکړي، چې رښتيني او وطنپرست وي.  | | | دکوزکلي ځوانان سخت راپارېدلي اودبرکلي دخلکوپرمخ يې عمومي لار تړلې ده. |
د شفيقې لومړنی ماشوم پيدا شوی و، خو نوم يې لا پرې نه و اېښی. جانداد ترې وغوښتل، چې له زلمي سره په ګډه دې يوښه نوم ورته غوره کړي. شفيقې او زلمي پر خپلې ماشومې د صديقې نوم کېښود ، په دې خوشالۍ کې يې فاطمې او جانداد ته شيريني راوړې وه. |