 | | | ناظر له جنانداد سره شخوه کړې، اوس وېريږي هسې نه چې جانداد سرورخان ته شکايت وکړي. |
ملالۍ ،چې ولسي جرګې ته نومانده ده، د برکلي چينې ته د کمپاين په موخه تللې او هلته يې ښځوته وويل چې که بريالۍ شوه، دهغو پرېکړو ننګه به وکړي چې د ښځو ژوند ته اسانتيا راولي. پريګلې دملالۍ خبرې سيدمحمد ته وکړې. هغه ترې وغوښتل چې په ټاکنو کې دې دده دخوښې وړ نوماند ته رايه ورکړي. مجيد قمبرګل ته وويل چې ددامان د کلي دنوماند،دعبدالرحمن په څېر ښه کسان بايد ولسي جرګې ته ونومول شي. ګل محمدد خپل دکان له کړکۍ نه الله داد وليد، خو ويې نه پېژاندځکه چې ډېرخوار او جامې يې بل ډول وې . الله داد د قاچاقبرو له منګولو نه د تېښتې پر مهال په پښه ټپي شوی و، خوګل محمد بېرته خپل وطن ته دهغه په ژوندي رارسېدلو خوښ و.  | | | الله داد د قاچاقبرو له منګولو نه د تېښتې پر مهال په پښه ټپي شوی دی. |
له بلې خوا نسيم اندېښمن و چې که چېرې رحيمداد ناڅاپه الله داد وويني، هسې نه چې له ډېرې خوښۍ څه پرې وشي. ناظر حميدې ته وېره څرګنده کړه چې له جانداد سره يې شخړه کړې، هسې نه چې په شکايت سرورخان ته راشي. |