دبي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه
|  |
 | | | ثمرګل : "د ماه جبينې د کور پته به هغه مهال دروسپارم، چې غټه شيريني راکړې." |
شفيقې د خپل ماشوم د پيدا کېدو په خاطرټول اړين شيان تيار کړي وواو هيله يې وکړه چې زلمی په راتلونکو ورځو کې په سفر ولاړ نه شي. فاطمې دشفيقې دلومړي ماشوم دپيدا کېدوپه اړه اندېښنه درلوده او جانداد ته يې وويل چې زرمينه به دماشوم په پيدا کېدوکې مرسته وکړي. د شفيقې زېږون له ستونزو سره مخ شوی و. زرمينې ومنله چې مرستې يې کوم ځای ونه نيو. ثمرګل د ناظر د کوژدنې، ماه جبينې دکور پته پيدا کړې وه. نسيم خوښ شو چې ژر تر ژره به د ناظر واده تيارشي. ثمرګل ناظر ته وويل چې د ماه جبينې د کور پته به هغه مهال وسپاري، چې ده ته غټه شيريني ورکړي.  | | | دشفيقې زېږون له ستونزو سره مخ شوی او زرمينه ورسره کومه مرسته نه شی کولی. |
رحيم له غفار او لعلباز نه وغوښتل چې د راًيې په کارولو کې د نوماند سابقې، شخصيت او علميت ته وګوري. د ولسي جرګې نوماند فتح خان رحيمداد ته وويل چې که چېرې دده په ګټه کمپاين وکړي ، په بدل کې به يې د مېږو يوه رمه ورته واخلي. |