 | | | کريم ښاپېرۍ ته وعده ورکړه، چې نوربه يې په وړاندې له تاوتريخوالي کار نه اخلي. |
شفيقې د ترکارۍ ښوروا د پخولو تابيا کړې وه او عابدې ته يې د ډاکتر له خولې وويل، چې اوبلن خواړه د مېندو شيدې ډېروي. ملک آدم خان غوښتل، چې ګل خان يې ځمکه په ټراکټور واړوي، خو سميع الله وويل، چې که چېرې هغه په ځمکه کې کوکنارکري، ګلخان يې نه اړوي. ملک آدم خان ګلخان ته ډاډ ورکړ، چې سږکال دکوکنارپرځای دغنمودکرنيت لري. ګل خان ترې وغوښتل، چې دغنموښه تخم دکر لپاره پيدا کړي. آدم خان له ګل محمد نه وغوښتل، چې د غنمو ښه تخم ورته پيدا کړي. له بلې خوا رحيم له کريم نه وغوښتل، چې نور له ښاپېرۍ سره تاوتريخوالی ونکړي. ددې ترڅنګ هغه کريم ته وګواښېده، چې که چېرې يې خبره په ځمکه وغورځوي، هغه به اړشي، چې کريم له کورنه وباسي.  | | | شفيقه: "دترکارۍ ښوروادمېندوشيدې ډېروي." |
رابياګلې له سيدمحمد نه مننه وکړه، چې د ښاپېرۍ او کريم ترمنځ لانجه کې يې منځګړيتوب وکړ. ښاپېرۍ وويل، چې د سيد محمد او خپلې خسرګنۍ په درناوي يې کور ته د بېرته راتګ خبره ومنله. |