 | | | آدم خان: "کوکناربدبوټی دی او زه يې سخت تاواني کړی يم، بايد په پټي کې يې وسوځوم." |
رابياګلې او عاطفې ښاپېرۍ پخلا او بېرته يې خپل کور ته راوستله او دهغې له راتګ نه يې رحيم ته هم ډاډ ورکړ. عاطفې له رحيم نه په کلکه وغوښتل چې کريم ته نصيحت وکړي څو بيا له ښاپېرۍ سره تاو تريخوالی ونه کړي. عاطفې ښاپېرۍ ته سپارښتنه وکړه ، چې که چېرې بيا هم کريم ورسره شخړه کوله، دا دې پرې خبره کړي. شفيقې اوبه ډېرې څښلې، ځکه ډاکتر ورته ويلي وو، چې اوبلن خواړه د مور شيدې ډېروي. زلمي وويل چې له اوبلنوخوړونه د ډاکتر موخه ښوروا ، د ميوې اوبه ، شيدې، مستې او دې ته ورته نورقوي خواړه وو.  | | | شفيقې داوبلنوخوړو په نوم داوبوڅښلو ته ملاتړلې ده. |
آدم خان له غوسې نه په خپله ځمکه کې د کوکنارو وچو بوټو ته اور واچاوه او جانباز ته يې وويل چې کوکنار بد بوټی دی او دی يې سخت تاوانی کړی دی. |