دبي بي سي دتعليمي خپرونو له لړۍ څخه
|  |
 | | | مختارته يوه سورلۍ دقديرپه څېرښکاره شوه اوله روان موټرڅخه يې پسې ټوپ کړل. |
سکينه دزبيرپه لټون پسې دپوليسوماموريت ته ورغلې وه، دلاورترې دزبير ځانګړنې واخيستې او د ژر پيدا کېدو وعده يې وکړه. زبيرمختارته په غوصه و چې له روان موټرنه يې بېرته راټوپ کړ،خومختارته يوه سورلۍ دقديرپه څېرښکاره شوې وه. مختاربل ښارته دتللوپه مهال دپوډرو دنه شتون له امله په موټرکې خپل تعادل له لاسه ورکړی و،زبيرد هغه بدحالت وارخطاکړ. پېکۍ دکانکورآزموينې ته روانه وه، نجيبې پرې تاکيدوکړچې دآزموينې پوښتنواو د پوهنځي انتخاب ته دې پام وکړي قديردعباس په موټرکې سودا راوړې وه،عباس دتېلودګرانۍ له امله ترې ډېره کرايه غوښته، خو قدير ورسره جنجال وکړ.  |  نجيبې پيکۍ ته وويل چې په آزموينه کې دپوهنځي انتخاب ته پام وکړي.  |
بي بي له قديرنه وغوښتل چې د نسخې دوا يې ورته راوړي،خود قديرسره دومره پيسې نه وې چې دهغې دوا يې راوړې واى. درحمن په بخارۍ کې دګازخلاصېدوته پام شو اوعباس يې دګاز په ډېرلګښت تورن کړ، خوعباس له ګرانۍ سرټکاوه. |