دبي بي سي دتعليمي خپرونو له لړۍ څخه
|  |
 | | | بي بي په کورکې د ګلدستې په بيا ليدلوبې هوښه شوه. |
عباس رحمن ته دخرڅلاو لپاره خپل ټکسي راوستی و خو رحمن د زاړه ټکسي خرڅول ناشوني وبلل او ده ته يې درهنما دشاګردۍ وړانديز وکړ. نوروز او جمال ته په چوک کې مزدوري پيدا نشوه ، رحمن ته يې دمزدورۍ په پيسو پسې د ورتګ هوډ وکړ. قدير په ګلدستې پسې دهغې دبېرته پخلا کولو لپاره تللی و، خو ګلدستې ترې وغوښتل چې لومړی دې بي بي اصلاح کړي. قديردګلدستې وړانديز ومانه او هغه يې بېرته کورته بوتلله خو بي بي په کورکې د ګلدستې په ليدلوبې هوښه شوه. زبير يوځل بيا دپوليسو ماموريت ته تللی و او دلاور يې ملامت کړ چې د ده دملګري، حاجي جهان شاه، په خلاصون کې يې جدي هڅې نه دي کړې. دلاور قدير بندي اومحکمې ته يې واستاوه چې دحاجي جهان شاه داختطاف موضوع ترې وپوښتي.  |  دلاوردزبېردعريضې په بنسټ قديرته ولچک اوزولانې واچولې.  |
نجيبې ته دبي بي دوی له څاه نه د اوبو وړلو پرمهال ټليفون وشو او رحمن په کرايي کور کې دبلې څاه دکيندلو وعده ورکړه. سکينه دهغو جامو په ګلدوزي کولو لګيا وه چې پېکۍ له خپلو خورلڼوڅخه په بيه ورته راوړې وې. |