 | | | نوروز اوجمال دپيسودنه درلودلو له امله شپه درهنماترڅنګ دترکارۍ پرتخت تېره کړه. |
ګلدستې، بي بي دځان اوقديرترمينځ په شيطانت تورنه کړه،بي بي ګواښ وکړ چې خبره به له قديرسره سپينوي. قديردنجيبې دوئ له څاه نه ډېرې خټې راوويستې خودبدبوی لامل يې پيدانه کړ، نوروز د بلې څاه دکيندلومشوره ورکړه. پېکۍ سکينې ته دخپلوهمصنفيانو جامې دګلدوزۍ لپاره وروړې وې، خوسکينې ما شين نه درلود،له زبيرنه يې وغوښتل چې ماشين ورته واخلي. نوروز اوجمال په ښار کې دشپې دتېرولولپاره پيسې نه درلودې، په پاى کې يې پرېکړه وکړه چې بايدپه رحمان پسې و لاړشي. هغوئ شپه درهنماترڅنګ دترکارۍ په تخت سباکړه اوسهاريې له رحمان نه پيسې وغوښتې،خوهغه په دلاور پسې واستول.  | | | پېکۍ سکينې ته دګلدوزۍ لپاره جامې وروړې وې، خوسکينې ما شين نه درلود. |
مختاراوزبيردجامودګنډلولپاره دخياطۍ دکان ته روان وو،چې دمختارسترګې په قدير ولګېدې او دتېښتې هوډيې وکړ. قديرله مختارنه دخپلوجامواوبياتي تاوان وغوښت،خو داچې پيسې ورسره نه وې، هغه يې په دوکان کې بندي کړ. زبيرقديرته دجامواوبياتي تاوان راوړ،خومختارد هغه دخياطۍ له دکان نه يوماشين هم له ځان سره واخيست او وتښتېد. |