د بي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه
|  |
 | | | جمال او نوروز دعباس موټرله غټ کاڼي سره ټکرکړاوعباس ترې تاوان وغوښت. |
پېکۍ په مزدورکار داوبو ذخيره ومينځله اود ذخيرې خټې يې دبدبوی لامل وګڼلې. ګلدستې دشنډتوب دمعايناتوله مخې قديراوبي بي ته دخپلې روغتيا ډاډ ورکړاوله قدير څخه يې وغوښتل چې دمعايناتولپاره روغتون ته و لاړشي. ګلدسته اوپېکۍ دسکينې دوئ کره روانې وې چې ګلدستې ته په سکينه دپېکۍ په څېر غاړه جوړه کړي. نوروزاوجمال دعباس په موټر ډريوري زده کوله او هغه يې په ټيله دغونډۍ سرته خيږولی و چې ناڅاپه موټرله کنټرول څخه ووت. هغوئ موټرله غټ کاڼي سره ټکرکړ،عباس ترې تاوان غوښت خونوروز دوئ ځان پړ ناباله. نوروزاوجمال دنورو ورځوپه پرتله تېزکارکاوه،ځکه رحمن اودلاور پرېکړه کړې وه چې د چاردېوالۍ کارپه يوه شپه کې بشپړکړي.  | | | پېکۍ په مزدورکار داوبو ذخيره ومينځله اودذخيرې خټې يې دبدبوی لامل وګڼلې. |
مختارله زبيرنه وغوښتل چې دکاردپيداکولوپه بدل کې دورځې يوه پوړۍ پوډر وړيا ور کړي،خوداکاردزبيرله صلاحيت نه لوړو. زبيردپوډرو پلورلولپاره په چوک کې ولاړو،دلاور ،دهغه په بې ځايه درېدوشکمن شواو تالاشي يې کړ. |