دبي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه
|  |
 | | | نجيبې اوپيکۍ نوي کورته کډه کړې اوبي بي ورته ډوډۍ راوړې وه. |
عباس، چې مختارقديرته دبياتي اولستوڼي غل ورپېژندلی و، دځان سپيناوی يې کاوه،خو قدير وغوښتل چې پوليسوته يې وسپاري. زبير دټايپ دبټريواخيستلولپاره له سکينې څخه پيسې وغوښتې خوسکينې هغه ته د بې کارۍ پيغور ورکړ. مختاردخپلوملګروسره د زبير دوئ په کنډواله کې پوډرڅکول، زبير هغوی په وهلوله کنډوالې څخه وشړل. زبير هوډ کړی و چې چوک ته په مزدورۍ پسې ووځي،سکينه ترې خوشاله وه او سهار وختي يې چای ورته تيارکړ. جمال اونوروز له نجيبې دوئ سره کډه چلوله،چې ناڅاپه دجمال له لاس څخه دلوښو کارتن په ځمکه ولوېد. نوروز اوجمال ډارېدل چې نجيبه دلوښوپه ماتېدوخبره نه شي،خونجيبې چې کارتن پرانيست، ويې ليدل چې ټول لوښي يې مات شوي وو.  |  قديرغواړي عباس دبياتي اولستوڼي دغلاپه تور پوليسوته وسپاري.  |
دلاور دخښتواخيستلولپاره رحمان ته پيسې ورکړې اودواړه دنوروز اوجمال په لټه کې ووچې بيا يې کارته بوځي. نوروز اوجمال ددلاور په نومره کې کارکاوه،چې سترګې يې په عباس ولګېدې،نوروز يې د وهلونيت درلود،خوجمال پرېنښود. |