حميدې د ماه جبينې د نکريزو د شپې د نېژدې کېدو په خاطر چمبه وهله . ګلالۍ ترې وغوښتل چې خپلوانې او ګاونډيانې هم د نکريزو شپې ته راوبولي. ناظر او نسيم له بازاره د واده خرڅ اخيستی و او هغه يې په کراچۍ کې د سرورخان دېرې ته راووړ . ناظرخپل مخ په هغه رنګ ککړکړی و،چې غوايي يې دواده لپاره تر حلالولومخکې پرې رنګاوه، غفارچې ناظر ولېد، ډېريې وخندل. فاطمې په چينه کې ګلمکۍ اوښاپېرۍ ته وويل چې د اېډز دارو ورته ګټه رسولې او اوس کولای شي په اوبو پسې راشي . شفيقه اندېښمنه وه چې کيدای شي د اوبو راوړل فاطمې ته زيان ورسوي او ترې ويې غوښتل چې که د کور کارونه يې ستړې کوي ، دې ته دې وايي.  | | | ګلالۍ له حميدې وغوښتل چې خپلوانې او ګاونډيانې هم د نکريزو شپې ته راوبولي. |
شکريې سمېع اله ته هغه پيسې وسپارلې چې له فتح خان څخه يې اخيستې وې او ورته يې وويل چې له عابدې څخه د هنډواڼو په اخيستو کې دپام وکړي . سمېع اله پالېز ته ننوتی و ، عابدې پرې د هنډواڼو د غله ګمان وکړ او لوټه يې پرې وار کړه . |