مرکز ته د اېډز د دارو د رسېدو خبره رښتيا وه، ځکه خو فاطمې شفيقې ته د دارو د لاس ته راوړلو په موخه له جاندادسره دګډ تګ خبره وکړه . فاطمې، مرکز ته له تګ څخه مخکې، خپل زوی ، اميد ، دخپلې مور، زرمينې کره ، ورووړ چې ساتنه يې وکړي . شفيقې فاطمې او جانداد ته له دې وېرې خواړه پاخه کړي وو چې هسې نه د هوټلونو خواړه يې ناروغه کړي . جانباز خپل لمسي ، شمس ، ته ګواښ کړی و چې نور دې ښوونځي ته نه ځي خو هغه د مور په مرسته په پټه ښوونځي ته ولاړ . د ښوونځي د راستنېدو په مهال جانباز نه يوازې د شمس کتابچې څيرې کړې ، بلکې هغه يې په څپېړه وواهه او په يوه کوټه کې يې بندي کړ.  | | | شفيقې فاطمې دوی ته له دې وېرې خواړه پاخه کړي وو چې د هوټلونو خواړه يې ناروغه نه کړي . |
جانبازد ښوونځي د تګ په ځای د غوا څرول ښه ګڼل خو غوټۍ ليک لوست د شمس راتلونکي ژوند ته ګټور وباله. لالباز دکوټې د دروازې کولپ مات کړ اوشمس يې آزادکړ.شمس لعلباز د کوره وتو ته نه پرېښود ځکه وېرېده چې نيکه به يې بيا دی ووهي . |