دبي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه
|  |
غوټۍد فاطمې کره ولاړه او دهېواد په مرکز کې يې د ايډز د روغتون له جوړېدو خبره کړه ،خو او ويې ويل چې پته دې په کلينيک کې له ډاکتر څخه وپوښتي . فاطمې د ايډز د روغتون د جوړېدو زېری په جانداد وکړ. دې خبرې فاطمې ته چينې ته د تګ او د اوبو د راوړلو قوت پيداکړ. ښاپېرۍ خوښه شوه چې فاطمه او جانداد د ايډزله ناروغۍ روغ شي . پريګلې د ايډز دارو ګران وبلل . د کلينيک ډاکتر جانداد ته وويل چې دايډز په ناروغانودارو په وړيا توګه وېشل کېږي . بي بي ګلې بهادرشاه ته کتغ راوړی و خو مالومېده چې هغه بيا له کلينيک نه تښتېدلی دی . ډاکتر د بهادرشاه علاج نيمګړی وباله او ګلالۍ ته يې وويل که کورنۍ يې هغه پيدا او د روږدو کسانو د علاج روغتون ته يو نه سي ، د مړينې خطر يې شته .  | | | غوټۍ دکريم شرط ته اندېښمنه وه ، هسې نه چې سبا ورځ کومه ستونزه ترې پيدا شي . |
کريم لعلباز ته د سرکاري بڼ په کار کې د شاملولو وويل خو د شرط يادښت يې هم وکړ . لعلباز جانباز ته وويل چې کريم د شرط څرنګوالی ورته نه دی ويلی ، خو غوټۍ شرط ته اندېښمنه وه ، هسې نه چې څه ستونزه ترې پيدا شي . |