بابا اسلم رحيمداد په رڼاورځ په ويده کېدو ملامته کړ ځکه چې يوه مېږه يې د بل چا فصل ته ننوتې وه او ده ترې راووېستله. رحيمداد د شپې له خوا د خپلې بې خوبۍ وويل چې بهر ملکونو ته په قاچاقي لارو د الله داد تګ له امله ورته پيداشوېده. ناظر ډېر خوشاله و او د انګړ دواړو غاړو ته يې ګلدانۍ کتار اېښې وې ځکه چې سرورخان دهغه د خسر، ګلابشاه ،کره ورغلی و. حميدې د ناظر خوښي بېځايه وګڼله ځکه کيدای شي ګلابشاه په اوس وخت کې د ناظر د واده خبره ونه مني. خوکله چې سرورکورته راستون شو، ويې ويل چې ګلابشاه د ناظر د واده خبره ومنله . ناظر ددې خبرې په اورېدو په سندرو او ګډا سر شو.  | | | بابا اسلم رحيمداددورځې په ويده کېدو ملامته کړ ځکه چې مېږه يې دبل چا فصل ته ننوتې وه |
نسيم ثـمرګل ته له کلينيک څخه دبهادرشاه دتېښتې وويل خو ثمرګل وويل چې بهادر شاه يې په ډېربد حالت د يوې کثافت دانۍ ترڅنګ و ليد. نسيم ترې وغوښتل چې که بيا يې بهادرشاه وليد، سملاسي دې دی ترې خبر کړي . |