د بي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه
|  |
 | | | زبيردپوډروپه ګټلوپيسودعباس موټرله سوداڅخه ډک کړی دی. |
نجيبې پيکۍ ډېره درس ويلوته وهڅوله اوپېکۍ هغې ته د کانکور دکتابونو لست ورکړ،چې له ښارڅخه يې ورته راوړي. زبيرمختارته دپوليس دتالاشۍ وويل،چې پوډريې ورسره پيدانه کړل، مختار ترې وغوښتل چې هروخت دې احتياط وکړي. زبيردپوډروپه ګټلوپيسودعباس موټرله سوداڅخه ډک کړی و،هارون دډېرې سودا په لېدلوحيران شو. نجيبې په نلونوکې بياهم بد بوی احساس کړاوپرېکړه يې وکړه چې خبره له رحمن سره شريکه کړي. ګلدستې له قديرڅخه وغوښتل چې دشنډتوب دمعايناتولپاره روغتون ته ولاړشي خوهغه ځان بې عيبه وباله اوګلدستې ته په غوصه شو.  |  نوروزدشپې لخوا دکار په مهال کوم شي په پښه وچيچه.  |
ګلدستې پدې برخه کې له بي بي څخه مرسته وغوښتله خو هغې ګواښ وکړ چې د معاينا تو په ځای به يې دګلدستې طلاق ته وهڅوي. دشپې ناوخته نوروزاوجمال له نوروکارګرانوسره ددلاور دوئ په نمره کې کارکاوه،چې ناڅاپه کوم شي نوروزپه پښه وچيچه. |