دبي بي سي دتعليمي خپرونو له لړۍ څخه
|  |
نوروز اوجمال دمزدورۍ په پيسوپسې رهنماته ورغلي وو، خورحمان پيسې ورنه کړې اودنوې کار دپيداکولويې ورته وويل. سکينې دپيسو په بدل کې دپېکۍ دهمصنفيانو لس جوړه جامې وګنډلې. پېکۍ هم پرېکړه وکړه چې ددرس ترڅنګ ګلدوزي هم زده کړي. نجيبې سکينې ته دګلدوزۍ دکورس جوړلومشوره ورکړه،خو سکينې دکورس دجوړولو لپاره داړتياوړپيسو دنشتوالي وويل. بي بي دقديرپه خلاصون پسې دپوليسوماموريت ته ورغلې وه،خودلاور، قدير په سترجرم تورن وباله. سکينې غوښتل دقديرلپاره زندان ته جامې يوسي،خوبي بي يې مخه ونيوله اوخپله يې ماموريت ته دتلوتکل وکړ.  | | | بي بي غوښتل قديرله بندڅخه خلاص کړي خودلاورهغه په سترجرم تورن وباله. |
قديردخپلې بې ګناهۍ دثبوتونوتروړاندې کولو وروسته آزاد او بېرته خپل کورته ستون شواو هلته يې بي بي او ګلدسته روغې جوړې ته راوبللې. اوله بله پلوه مختار او زبېرددې له پاره چې پلان يې افشا نه شي، وغوښتل بل ښارته ولاړشي. |