دبي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه
|  |
 | | | عباس نوروز اوجمال دنجيبې دوی کورته دڅاه کيندلولپاره واستول. |
زبيردخپل سفردلګښت لپاره له خيمې نه دګلدوزۍ ماشين اوله هارون نه يوه اندازه پيسې واخيستې. زبيردګلدوزۍ ماشين خرڅ کړاوله مختارسره بل ښارته د تلولپاره د موټرپه انتظارناست و. پېکۍ له بانک نه د پور اخيستلود مشورې لپاره د سکينې دوی کره تللې وه خوسکينه د زبيرپه لټون پسې وتلې وه. عباس نوروز اوجمال درحمن په غوښتنه دنجيبې دوی کورته دڅاه کيندلولپاره بوتلل، جمال وويل چې مخکې يې هم دې کورکې کارکړی و. دکارپه مهال دنوروزپام جمال ته واوښت چې پيکۍ ته يې ډېر کتل، هغه يې په غوسه وګواښه.  |  زبيردسفردلګښت لپاره له خيمې نه دګلدوزۍ ماشين خرڅلاو ته يوړ.  |
بي بي له ګلدستې نه وغوښتل چې آش ورته پوخ کړي، خوآش خلاص شوی و، بيايې دکورني آش دپخلي وويل خو اوړه هم نه وو. ګلدستې دساعت تېرۍ لپاره له ګاونډيانونه ماشوم راوړی و،خو قدير ورته غوسه وکړه ځکه کيدای شي چې ماشوم ته زيان ورسوي. |