| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ګل خان له خپل پلار، فتح خان نه وغوښتل، چې شخړه دخبرو اترو له لارې حل کړي او له بلې خواګل مکۍ غواړي سواد زده کړي. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
بابااسلم په کوز کلي باندې د برکلي د ځوانانو د يرغل مخه ونيوله او له هغوی نه يې وغو ښتل، چې له زغم نه کار واخلي. | عابده هوډ لري، چې په خپل کورکې ښځوته دليک، لوست د زده کړې کورس جوړ کړي اوفتح خان په برکلي ديرغل خبرې کوي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ګل محمد د پور د ترلاسه کولو وروسته دکان ته ځينې اړين توکي واخيستل. سيدمحمد هم دپور اخيستلو هوډ لري. ناظرله دېوالونو دنيالګيو د کر لوپه اړه لګول شوي پوسترونه شلولي،ماه جبينې ترې وغو ښتل، چې دخپل دې کار په بدل کې نيالګي وکري. پريګلې له ګل محمد نه وغو ښتل، چې د کار د پراختيا لپاره دې غوا وپلوري؛ خوسيدمحمدله دې کارسره مخالفت وښود. سرورخان ګلالۍ ته وويل، چې پرځمکه دعابدې دعوی بې ځايه ده او له بله پلوه يوشمېرزده کوونکي په کلي کې پوسترونه وېشي. اکبر له سمندرنه وغوښتل، چې له ده سره درحميداد کره ورشي، څوله الله داد سره دثمرګل دبې ځايه ټوکې له امله ترې بښنه وغواړي. رحيم عابدې ته مشوره ورکړه؛ چې له سرور خان سره د ځمکې پرسر راپيداشوې ستونزه د حکومت له لارې حل او فصل کړي. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||