 | | | دا لړۍ د ماشومانو د پوهې د کچې د لوړولو او تفريح لپاره په فيچر ډرامه کې خپريږي |
زموږ نړۍ، زموږ راتلونکى د هغو راډيو يي تعليمي خپرونې لړۍ ده چې (په اوسنيو شرايطو کې افغان ماشومان څه شي ته اړتيا لري؟) ترشعار لاندې يې په پښتو او دري ژبو په خپرونو پيل وکړ. د ژوند کيسې، د بنجاري خورجين، د اسرارو پرده، څېرې او سيمې او يوه ماڼۍ او زر دريڅې د دې لړۍ پنځه خپرونې دي چې، د بيلابيلو عمرونو ماشومانو او زلميانو لپاره خپريږي. زموږ نړۍ، زموږ راتلونکي د ٢٠٠١م کال د جولاى په اوومهنېټه چې د ١٣٨٠ شـ. کال د زمري د مياشتې د شپاړسمې نيټې سره سمون خوري د هغو ماشومانو لپاره په خپرونو پيل وکړ چې مکتب او زده کړې ته يې لاس نه رسيږي. خو ورو ورو د دې خپرونو لمن پراخه شوه چې دا دى اوس له نېکه مرغه د هر پوړ ( طبقې) لوستي، نيمه لوستي او نالوستي او ان لويان اوريدونکي ولري. دا لړۍ د ماشومانو د پوهې د کچې د لوړولو او تفريح لپاره په فيچر، ډرامه او داسې نورو قالبونو کې خپريږي چې له ساده او عملي تجربو، په چاپېريال کې له موجودو اسانتياوو ګټه اخيستل، د تلوسې ايجاد او پنځول او خپله ماشومان د زده کړې مرکز ګرځول د دې لړۍ د زده کړې بنسټونه جوړوي. دغه ډول د معياري او ساده ژبې استعمال، د ماشومانو ذوق او مينه په پام کې نيول د فن او تفريح په چوکاټ کې د ماشومانو د فهم او سويې سره معلومات ځاى پرځاى کول د، زموږ نړۍ، زموږ راتلونکي د کاري لومړيتوبونو څخه ګڼل کيږي. |