|
يوه ماڼۍ او زر دريڅې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د يوې ماڼۍ او زرو دريڅو خپرونو لړۍ له ٢٠٠١ ميلادي کال راهيسې د بي بي سي راډيو له تعليمي برخې څخه په پرله پسې ډول په پښتو او دري ژبو خپريږي. دا يوه راډيويي مجله ده چې له يوولسو بيا تر شپاړس کلنو ماشومانو لپاره ده. په دې خپرونو کې ټولنيز او اخلاقي مسايل، شفاهي ادبيات، موسيقي، تاريخ، د افغانستان او نړۍ د ګوټ- ګوټ عجايب، د اورېدونکو ليکونه، پيغامونه او نورې علمي او ذوقي موضوعګانې شته. لالو ددې خپرونو اصلي کرکټردی، چې د پاچا ټوکماراو په يوه خيالي او جادويي ماڼۍ کې اوسېږي. دغه ماڼۍ خورا لويه ده چې زر دريڅې لري.د لالو وظيفه دا ده چې مېلمنو ته هرکلى ووايي، هغوى په ماڼۍ کې يوې او بلې خوا ته وګرځوي او ساعت يې ورتېر کړي. ټولې دريڅې د لالو په خوښه خلاصې او تړل کيږي. د هرې دريڅې له خلاصېدو سره يو ځاى د خپرونې موضوع پيل او له تړلو سره يې پاى ته رسيږي. کله چې دريڅه خلاصه شي، نو مېلمانه له ماڼۍ څخه دباندې هر څه، په هر ځاى او هر واټن کې چې وي، ويني، خبرې او غږونه يې اوري. که څه هم ماڼۍ او دريڅې جادويي دي ، خو موضوعات يې واقعي دي. . د دريڅو تر منځ په زماني واټن کې لالو او مېلمانه تر خپل منځ ټوکې، کيسې، متلونه، سندرې، کيسۍ (چستانونه)، شعرونه او نور داسې څه وايي، چې له يوې خوا خپرونه په زړه پورې شي او له بلې خوا د راتلونکي دريڅې موضوع ته لاره برابره کړي. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||