|
څېرې او سيمې | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
څېرې او سيمې يوه تعليمي او تفريحي خپرونه ده چې ، له نهو بيا تر ديارلسو کلنو ماشومانو لپاره خپريږي. دغه خپرونې په ٢٠٠١م کال پيل او اساسي هدف يې هغو ماشومانو ته چې مکتب ته نه ځې د هغو څېرو ور پېژندل دي، چې په يوه يا څو کسبونو ياهنرونو کې مهارت او پوهه ولري او په دغه برخه کې يې يو بريا تر لاسه کړې وي. دغه ډول په دې خپرونه کې دافغانستان ځيني تاريخي اوتفريحي ځايونه هم معرفي کيږي. هلته ماشومان او ګاډيوانه ،په ساده او ولسي ژبه، دڅېرې اويا سيمي په باب خپله له څېرې، مسوولينو،کارپوهانو او نورو اړوندو کسانو سره مرکې کوي . د يادونې وړ ده چې،دغه څېرې او سيمې د ماشومانو له اړتيا او خوښې سره سمي وي ، ځکه چې دهيواد د بيلابيلو سيمو ماشومانو د وړانديزونو سره سمې ټاکل کيږي . | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||