|
داسرارو پرده | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د اسرارو پرده يوه تعليمي او تفريحي خپرونه ده چې ، له نهو بيا تر ديارلسو کلنو ماشومانو لپاره خپريږي. دغه خپرونې په ٢٠٠١م کال پيل او اساسي هدف يې له چاپېريال او په هغه کې له موجودو شيانو له اړيکو سره اشنا کېدل دي. داسرارو پردې په هره خپرونه کې د ماشومانو او پرده دار په مرسته د ژوند له يو نوي راز څخه پرده پورته کيږي. پرده دار ددغې لړۍ يو مرکزي کرکټر دی چې دماشومانو د جادويي تروم تر وهلو وروسته د( زه د اسرارو پرده دار يم _ شپه تر سهاره زه بيدار يم _ واياست چې څه ته مو په کار يم ) شعر په ويلو سره را پيداکيږي او له خپلو او نورو کارپوهانو د مسلکي ، علمي،او عملي تجربوڅخه په ګټې اخيستنې سره له ماشومانو سره په ګډه خپرونه مخته وړي. نوموړی له ماشومانو سره په ډېره ساده او ولسي ژبه خبرې کوي چې اورېدونکو ته د خپرونې محتوا ساده او د فهم وړ وګرځي. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||