BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:10 گرينويچ 2012 ,03 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په خاورو کې زر: دبڼونواجاره

دبڼونواجاره
دبڼونواجاره اخيستل دبڼوالۍ د ودې اود اجاره دارانودګټې لامل کيږي.
په دې وروستيو وختونوکې د يوشمېرکسانوپام دبڼونو اجارې ته اوښتی، چې دا کار هغوی ته دګټې او بڼوالۍ ته دخلکودپاملرنې لامل شوی دی.

دپروان ولايت دچارېکارو دښار د رباط اوسېدونکی، رحمت الله يوله هغوکسانونه دی، چې دانګورو بڼونه په اجاره نيسي.

نوموړی تر اجارې مخکې له بڼوال نه د تاکونودشمېر او دمېوې دڅرنګوالي په اړه پوښتي، چې بيا يې اوسط مالوموي.

هربڼ چې حاصل يې ترنورو بڼونو ډېر و، هماغه په اجاره نيسي، خو پوښتنه داده، چې ولې يوشمېربڼوالان خپل بڼونه په اجاره ورکوي؟

دپروان ولايت يوه اوسېدونکي،قمرالدين وويل،چې هغوی بازار ته دمېوې دلېږد هغه آسانتياوې نلري، کومې چې اجاره اخيستونکي يې لري..

چمکاري:

ځينو کسانوبيا دخپل مهارت څخه سالمه ګټه اخيستی ده، چې يو له دې کسانونه دکابل ولايت اوسېدونکی، محب الله دی.

چمکاري
محب الله هرمترمربع چم په (۱۶۰) افغانۍ کېنوي، چې پدې توګه يې خپلې اقتصادي ستونزې حل کړي دي.

نوموړی دچم کېنولو مهارت لري، هرمتر مربع چم په (۱۶۰) افغانۍ کېنوي او له دې لارې توانېدلی خپلې اقتصادي ستونزې حل کړي.

محب الله وويل، چې دچم کېنولو لپاره لومړی ځمکه ښه هواروي، وروسته ترهغې چم پکې کېنوي، چې په دې توګه ټول چمن ته برابرې اوبه رسيږي.

دسلماني دکانپه خاوروکې زر
دسلماني دکان
خصوصي ښوونځيپه خاورو کې زر
خصوصي ښوونځي
کيمياوي سره په خاورو کې زر
کيمياوي سره
کمپيوټرپلورونکیپه خاورو کې زر
پور او واردات
د لوښو پلورلپه خاوروکې زر
د لوښو پلورل
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>