 | | | نبي ګل دپوردپيسو له برکت نه دخپل شخصي دکان خاوند شوی دی. |
ډېری کسان دپانګې دنه شتون له کبله لکه څرنګه، چې ښايي نشي کولای له خپل کار او کسب نه لازمه ګټه پورته کړي، خو ترڅنګ يې يوشمېرنوروبيا دې ستونزې ته دحل لار موندلې ده. نبي ګل له (۱۵) کالونو راپدېخوا سلماني ګري کوي، چې (۱۳) کاله يې له يوه بل کس سره دکار په بدل کې پيسې ترلاسه کولې، خو دوه کاله وړاندې يې خپل کاروبار پيل کړی دی. نوموړي له يوې پورورکوونکې ادارې درې ځلې په مجموعي توګه (۶۰) زره افغانۍ پور ترلاسه او دځان لپاره يې دسلماني دکان جوړ کړ. نبي ګل له خپل کارنه خوښ دی او ويې ويل، چې اوس دپور له برکت نه دخپل شخصي دکان خاوند شوی دی. دمالي خدمتونومهارت: وحيدالله ناصري هغه څوک دی چې د مالي خدمتونو دوړاندې کولو په برخه کې يې دماسټرۍ ترکچې زده کړې کړي دي. ناصري اوس له خپل مهارت نه دګټې اخيستنې په منظور دمالي خدمتونودوړاندې کولو دفتر جوړ کړی دی. په ياد دفترکې له نوموړي سره (۱۰) کسان نور هم دمامورينو په توګه دټاکلې تنخواه په بدل کې کار کوي.  | | | دمالي خدمتونوپه دفترکې له کاروبارنه مخکې ګټه او تاوان هم سنجول کيږي. |
داچې پدې دفتر کې کوم راز کارونه ترسره کيږي، ناصري يې په اړه داسې وويل: "د مالي خدمتونود وړاندې کولو اداره د سوداګرو لپاره دکار له پيل نه وړاندې پلان جوړ، مالي حسابونه برابر اود ګټې او تاوان سنجش کوي." ددې ترڅنګ ياده اداره سوداګرو او کاروبارلرونکوته داسې لارې چارې هم په ګوته کوي، چې لګښتونه يې کم اوګټه يې ډېره وي. |