 | | | دافغانستان دعلماووسرتاسري شورا داسلام ددين دټولومذهبونواستازيتوب کوي. |
د افغانستان د علماوو اوسنۍ سرتاسري شورا چې مرکز يې په کابل کې دی ، د 1382 کال دثور د مياشتې په لسمه نېټه جوړه شوې ده . د افغانستان دعلماوو سرتاسري شورا داسلامي حکمونو د پلي کولو لپاره هلې ځلې ، اسلامي ورور ګلوئ او يو والي ته د افغانانو رابلل خپله دنده بولي. ددې ترڅنګ په هېواد کې د سرتاسري امن ټينګښت ، د ناوړو اعمالو او افعالو له منځه وړل ددې شورادرامنځه کېدو بنسټيزې موخې دي. دا شورا د اسلام د دين د ټولو مذهبونو څخه استازيتوب کوي ، چې غړي يې په بېلابېلو وختونوکې د بحث په خاطر په مرکز کې راټوليږي.  | | | داسلامي علومواونېک سلوک څښتن دافغانستان دعلماوو دشورا غړی کيدای شي. |
د اچې څوک ددې شورا غړيتوب ترلاسه کولای شي، په اړه يې دافغانستان د علماو د سرتاسري شورا د دارالنشاء مسؤل قاضي نثار احمد صديقي و ويل: "هغه څوک ددې شورا غړيتوب ترلاسه کولای شي، چې داسلامي علوموخاوند، دنېک شهرت څښتن او په کورنيوجګړو کې يې ونډه نه وي اخيستې." |