 | | | بې روزګاره کسان کولی شي اړوندولايتونوکې دکارموندلوپه موخه دکارموندنې مرکزونه ورشي. |
د ملګرو ملتونو د کار د نړيوال سازمان د راپور له مخې په 2010 کال کې په ټوله نړۍ کې څه ناڅه 205 ميلونه وګړي بې روزګاره وو. په افغانستان کې هم بې روزګاري د نورې نړۍ په څېر يوه له ډېرو مهمو ستونزو څخه شمېرل کيږي. ددې ستونزې دله منځه وړلوپه موخه د کار، ټولنيزو چارو،شهيدانو او معلولينو چارو وزرات دکارموندنې اومشورې يوشمېرمرکزونه جوړکړيدي. ددې مرکزونوشمېر دهېواد دمرکز او ولاياتوپه کچه څه ناڅه دېرشوته رسيږي، چې په اړوندو ولايتونو کې دکارموندنې اومشورې دندې پرغاړه لري. د کار، ټولنيزو چارو،شهيدانو او معلولينو چارو وزرات وياند احمد فريد رايد ددې مرکزونودکاراوفعاليت په اړه داسې وويل: "فني اوحرفوي مرکزونه دبې روزګارۍ دستونزې دله منځه وړلولپاره بې روزګارو کسانوته يو کسب اوکار ورزده کوي."  | | | دکارموندنې په مرکزونوکې بې روزګاروکسانوته فني او حرفوي زده کړې ورښودل کيږي. |
محراب الدين دکابل ښار يواوسېدونکي دبرېښناپه برخه کې ترشپږومياشتوحرفوي زده کړو وروسته اوس دکار اوکسب خاوند شوی دی. هرهغه څوک ، چې د يوه کسب زده کولو غوښتونکی وي، کولای شي په اړوند ولايت کې د کارموندنې مرکزونو ته مراجعه وکړي. |