ليدا ساپۍ دبي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه |  |
 | | | که چېرې ماشوم دتاوتريخوالي په ماحول کې ستر شي، دبلوغ په سن کې په نورو تاوتريخوالی کوي. |
هغه کړنه،چې د ماشوم جسمي او رواني حالت ته زيان ورسوي، وځوريږي اودناارامۍ احساس ترې وکړي تاوتريخوالی يې بولي. دهغو ادارو د څېړنوله مخې، چې دماشومانو په برخه کې کار اوفعاليت کوي، په ډاګه شوې، چې د افغانستان ډېری ماشومان هره ورځ په شاقه کارونو بوخت دي. ددې راز کارونوپه پايله کې ماشوم ته اروايي او جسمي ستونزې پيدا کيږي، چې دا ستونزې دتاوتريخوالي له بېلګو شمېرل کيږي. د افغانستان په اساسي قانون اونوور قوانينوکې دماشوم دحقوقونوپه برخه کې ځانګړې مادې شتون لري. پدې قوانينوکې ديتيمانوپالنه، دافغانستان دټولو وګړو لپاره دبرابرې زدکړې دزمينې برابرول ، چې ماشوم هم پکې راځي، ځانګړی ځای لري. ددې ترڅنګ دماشومانوپه برخه کې يولړ نور قوانين هم شته، خودکارپوهانوپه وينا دځينوستونزوله امله نه پلي کيږي.  | | | هرهغه حالت چې دماشوم ذهني او جسمي حالت ته زيان ورسوي، تاوتريخوالی دی. |
که چېرې ماشوم دتاوتريخوالي په ماحول کې ستر او وروزل شي، دبلوغ په سن کې هغه بيا په نورو له تاوتريخوالي څخه کاراخلي. اړوندو ادارو او دهېواد ټولو وګړوته په کار ده، چې دماشوم په وړاندې له ترحم نه کارواخلي او دهغه راتلونکې له خاوروسره برابره نکړي. |